IQNA

 طوفان الاقصی د جنایتکارصهیونیسټي رژيم په ضد،البته امریکاسره مبارزه ده

15:21 - November 29, 2023
د خبر لمبر: 3488346
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود د درست هیواد د زرګونو بسجیانو په ټول کې د طوفان الاقصی د پیښې په تاریخ جوړونکي بللو سره وفرمائيل؛ دغه طوفان الاقصی د صهیونیسټي رژيم په ضد دی، البته له امریکا سره مبارزه هم ده.

ایکنانیوز راپور راکړ، نن سهار د ایران د اسلامی جمهوریت له ټول هیواده په زرګونو بسیجیانو د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي سره کتنه وکړه.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي پخپلې وینا کې وفرمائيل، دغه طوفان الاقصی عملیات د جنایتکار صهیونیسټي رژيم په ضد دي،خو امریکاضده مبارزه  هم ده،د کلمې په حقیقي معنا دطوفان الاقصی عملیات یوه تاریخ جوړونکي پيښه وه او وتوانیده په سمې کې د امریکادسیاستونو جدول سره ګډوډ کړي . ان شاالله دغه بهیر دوام ومومی او  دغه طوفان به دغه سپير جدول له مینځه یوسي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  هغه وحشي ډوله حرکت چې جنایتکار رژيم ترسره کړ،هغه بې رحمه حرکت  چې ئې وکړ،دغه حرکت نه یوازې د خبیث رژيم عزت او آبرو له خاورو سره خاورې کړه ،بلکې دامریکا عزت او حیا ئې هم له مینځه یوړه،د مشهورو اروپائي هیوادونو عزت ئې هم په اوبو لاهوو کړ،بلکې د لویدیځ تمدن او کلور ئې بې آبرو کړ.

دوي دغه راز وفرمائيل،د لویدیخ کلتور،د لویدیځ تمدن هماغه تمدن دی چې کله په فاسفورس لرونکو بمونو سره کابو شپږ زره بې ګناه ماشومان وژني،د فلانی هیواد مشر په سپین سترګیتوب سره وائي ، اسرائيل له ځانه دفاغ کوي، آیا دا له ځانه دفاع ده ؟ البته لویدییځي کلتور همدغه دی . په دغې قضیې کې د لویدیځ کلتور او فرهنګ بې آ برو او ددنیا ننددارې ته وړاندې شو.

حضرت آیت الله العظمی د امریکا او لویدیځي کلتور یوه بله دسیسه د اختلافاتو رامینځةکول او د سیمې د سرچینو لوټل وبلل او وې وئيل،دوی غواړي  دنوي لویدیځي آسیا شکل داسې راپورته کړي ، چې په سیمې کې دوه ګوڼه او تپل شوی دینی او مذهبی  اختلافات راپورته کړي،دوه ګوڼه معیارونه،یعنی عرب اوغیرعرب،شیعه اوسني، او د شیعیّت هلال نومې دسیسه ناکامه شوې ده چې څرګند مثال ئې د فلسطین قضیه ده ،ځکه  په ضد د فلسطین  دغزې وروستۍ پيښې او د اسرائيلو په ضد طوفان الاقصی عملیاتو کې او له دې مخکې له فلسطینیانو سره ترټولو زیاتې مرستې عربو او غیر عربو شیعیانو کړي دی، چې د لویدیځ او امریکا د اختلافاتو  دسیسه ئې په بشپړ ډول شنډه کړې ده.دوی همداراز وفرمائيل، ددغه یووالی او اتحاد په مقابل کې بیا هم جنایتکار استکبار چپه خوله  پاتې شوی نه دی،ددې په مقابل کې بیا هم دوه ګوڼه  تپلې دسیسه راپورته شوې، او په سیمې ئې واکمن کړی دی، خو بیا هم د سیمې د ملتونو په هوښتیار سره دغه دسیسه هم په شنډیدا ده د سیمې ځیرو ملتونو دمقاومت لاره غوره کړې ده ،خو بل پلوه استعمار دتسلیمیدا لاره وړاندې کړې ده چې باید ملتونه چپه خوله کیښني اوتسلیم شي ،چې له اسرائيلو سره ئې داړیکو دعادی کولو په بڼه دوکه راپورته کړې ده  او اوس  په سیمې د مقاومت او تسلیمیدا سیوری غوړیدلی دی . مقاومت یعنی د سروزورئ، زیات غوښتنې او د بې ځایه دخالتونو په وړاندې نه تسلیمیدا ده چې په سیمې کې په یوه روښانه او بریالی بهیر بدل شوی دی او د تسلیمیدا یعنی دامریکا له خوا وړاندې کړئ شوي له اسرائيلو سره د اړیکو دعادی کیدا بهیر ئې له ناکامۍ سره مخ کړی دی  او اوس د شیطانې امریکا هغه ملګري هم له دوي دلیریکیدا په حال کې دي چې دغه شان شنه باغونه ئې ورته ښودلي وو.     

د اسلامي انقلاب ستر لارښود دغه راز د بسیجي ځواک اهمیّت او ځانګړنو ته په اشارې سره ووئيل، بسیج  د هیواد له د ارواښاد امام یوه ډير ګرانبیّه یادګار دی ،حضرت امام خمینی  د بسیجي ځواک پنځونکی او د بسیج پلار دی . په عین حال کې کې  هغه پلار بزرګوار وائي؛ چې زه ویاړم  چې یو بسیجي یم ، د بسیجي شان او احترام او مقام دغه دی .دوی دغه راز وفرمائيل ،د بسیجي ځواک پنځونکي د بسیجي ځواک په باب څو ټکي ښودلي چې لومړی ئې  دا دی چې د بسیج منطق  د خطرو اوګواښونو په مقابل کې د هیواد تر ډیره حده پیاوړي کول دي .دا منطق د بسیج په پنځولو کې اصلی عامل ؤ  او دا خبره په تیرو څه د پاسه څلویښتو کلونو کې د بسیجي ځواک په ډګر کې دشتون او د  خپل ملت دخدمت کونکی کړچار هم تائيدوي اوس هم همدغه منطق موجود دی او دغه منطق د ورځې په اساس دی او  د ورځې حالات دا ایجابوي چې بسیجي باید ځير او هوښیار او چمتوو ووسي. دوی په عین حال کې وفرمائيل؛د بسیجي ځواک شتون د هیواد لپاره برخلیک ټاکونکی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4184755

captcha